د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چي سږکال د روژې مبارکه میاشت په داسي حال کي افغانستان ته را رسېدلې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چي سږکال د روژې مبارکه میاشت په داسي حال کي افغانستان ته را رسېدلې، چي میلیونونه افغانان له سختي لوږي او بې‌وزلۍ سره مخ دي.
اوچا د پنج شنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چي شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه وګړي په افغانستان کي له شدیدې لوږي کړېږي او ۲۱.۹ میلیونه نور کسان د بقا له پاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دې دفتر په وینا، میلیونونه هغه کډوال چي له ګاونډیو هیوادونو بېرته راستانه سوي او همدارنګه هغه کورنۍ چي د طبیعي پېښو له امله زیانمني سوي دي، اوس هم د خپلو کورونو د بیا رغوني او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په هڅه کي دي.

اوچا له نړۍوالي ټولني غوښتي چي د روژې په دې مبارکه میاشت کي دي د افغانستان د اړتیا لرونکو خلګو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د یاد دفتر په وینا، د روان کال له پاره ئې د بشري مرستو د برابرولو په موخه ۱.۷۰ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
بل لور ته راپورونه ښيي چي د روژې له پیل سره سم په بازارونو کي د خوراکي توکو بیې لوړي سوي دي، چي دا چاره د بې‌وزلو کورنیو ستونزي لا زیاتوي.