د پاکستان رسنيو راپور ورکړی

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د دوشنبې په ورځ سهار مهال د خيبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو د پاکستاني پوليسو پر يوه موټر وسله وال بريد کړی.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه برید کي درې پاکستاني پوليس وژل سوي او دوه ملکي کسان ټپيان سوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسئولیت کومی وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.