د لغمان ولایت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه ويل سوي

د لغمان ولایت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه ويل سوي، چي د دغه ولايت په قرغۍ ولسوالۍ کي يو خاور موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي يوه ښځه وژل سوې او ۲۷ کسانو نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي په ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.