د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چي د جمعې په ورځ ماخستن مهال د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په ګوادر ولسوالۍ کي د پاکستان د ساحلي ځواکونو پر پوستې ځان.مرګی بريد سوی، چي له امله ئې ۲۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي څلور پاکستاني ځواکونه وژل سوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
ويل کېږي چي ځانمرګي بريدګر د چاودېدونکو توکو ډک ماذدا موټر ته چاودنه ورکړې او دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده.
بايد وويل سي، چي د دغه بريد مسئوليت د بلوڅو وسله والي ډلي پر غاړه اخيستی دئ.