د فرانسې دولت اعلان کړی، چي د سختي ګرمۍ له امله په دغه هيواد کي د ۲ زره ۲۵ کسانو د مړيني قضيې ثبت سوي دي

د فرانسې دولت اعلان کړی، چي د سختي ګرمۍ له امله په دغه هيواد کي د ۲ زره ۲۵ کسانو د مړيني قضيې ثبت سوي دي.
د فرانسې د روغتیا وزیري، سټیفاني ریست، ویلي چي د مړینو زیاتوالی تر ډېره د ۴۵ کلونو او تر هغه د ډېر عمر لرونکو کسانو ترمنځ لیدل سوی دئ.
د راپورونو له مخي، فرانسې د جون په ۲۴مه د سږ کال تر ټولو ګرمه ورځ تجربه کړې. په پاریس کي د هوا تودوخه نژدې ۴۱ درجې ته رسېدلې ده.

د اقلیم د څار ادارو په وینا، اروپا د نړۍ تر ټولو چټک تودېدونکې وچه ده او د نړۍوال اوسط په پرتله ئې د تودوخي د زیاتېدو کچه نژدې دوه برابره ده.