د پاکستان رسنیو یوه ویډیو خپره کړې

د پاکستان رسنیو یوه ویډیو خپره کړې، چي په کښي د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار د مصر د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست پر مهال پرځمکه لوېږي.
د خپرو سوو ويډيوګانو له مخي، اسحاق دار د مصر د بهرنيو چارو د وزير هرکلي ته روان و، چي ناڅاپه ئې پښه ښوېږي او پر ځمکه لوېږي. وروسته د مراسمو ګډونوال ورنژدې کېږي او هغه بېرته پورته کوي.
تر دې پېښي وروسته نوموړی بېرته عادي حالت ته راګرځي او د ښه راغلاست مراسمو ته دوام ورکوي.