نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي پینټاګون د ایران په وړاندي د څو اوونیو احتمالي ځمکنیو عملیاتو له پاره چمتووالی نیسي، خو د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اوسه پرېکړه نه ده کړې، چي دا پلانونه به منظور کړي او کنه.
د امريکا د رسنيو د معلوماتو له مخي دغه عمليات به د ايران پر مشخصو ساحلي پوځي تاسيساتو باندي ترسره کېږي.
په ورته وخت کي امريکايي چارواکو دغه راز خبرداری ورکړی، چي دغه عمليات به خورا سخت او پېچلي وي ترڅو د ايران پر مهمو او ستراتېژيکو ساحو ترسره سي.
بايد وويل سي، چي د پينټاګون دغه پرېکړه تر اوسه پوري د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا نه ده نهايي سوې.