د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي چي په دې وروستیو کي له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو د خطر کچه لوړه سوې ده

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي چي په دې وروستیو کي له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو د خطر کچه لوړه سوې ده.
نوموړي دغه څرګندوني د سولي او اعتماد نړۍوال غونډي ته، چي په عشق‌آباد کي جوړه سوې وه وکړې.
شهباز شریف له نړۍوالو وغوښتل چي ط..البان وهڅوي ترڅو خپلي نړۍوالي ژمني عملي کړي او اجازه ورنه کړي چي د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پر ضد وکارول سي.

ط..البانو تر دې دمه د پاکستان د لومړي وزیر د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې ئې تل ټینګار کړی، چي د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.