د سپوږمکۍ وروستي انځورونه ښيي چي ط..البانو په بګرام هوايي اډه کي د جنګي جیټ الوتکو په شان لوی انځورونه پر ځمکه رسم کړي

د سپوږمکۍ وروستي انځورونه ښيي چي ط..البانو په بګرام هوايي اډه کي د جنګي جیټ الوتکو په شان لوی انځورونه پر ځمکه رسم کړي دي.
دا نقاشۍ دومره د حقیقي الوتکو غوندي ښکاري چي له هوا څخه ورته لیدونکي اډه فعاله او د الوتکو ډکه ګڼي، حال دا چي هلته هیڅ اصلي الوتکه نسته.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخي، دا هڅه ط..البانو د دې له پاره کړې چي د بهرنیو څارونکو سترګي خطاباسي او د ط..البانو واک او ځواک وښيي، خو په اصل کي ط..البان هوايي ځواک نه لري او بګرام اډه هم تر ډېره تشه ده.

د يادي ورځپاڼي د راپور په حواله د يادي اډې اکثره وسایط زاړه، خراب او یا هم یوازي د نمايش له پاره پراته دي.
راپور ليکي ط..البان غواړي بهرنیو ته وښيي چي اډه لا فعاله ده، خو په حقیقت کي دوی له عصري پوځي امکاناتو بې برخي دي او د بګرام اډې اصلي ارزښت له لاسه ورکړی دئ.
ط..البانو تر اوسه د دغو انځورونو او راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.