د پاکستان پوليسو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد د سيالکوټ په هوايي ډګر کي ئې څلور تنه هغه پاکستانيان نيولي، چي د عمرې په بهانه سعودي عربستان ته تللي وو او هلته ئې فقر کوی.
د پوليسو په وينا چي په نيول سوو کسانو کي درې تنې ښځي هم شاملي دي. د هغوی په خبره چي دغه کسان د شاهنواز، شازیې، سونیا او فرزانه بيبي په نومونو چي ټول د اسلاماباد اوسېدونکي دي، د عمان له لاري له سعودي عربستان څخه د پنجاب ایالت سیالکوټ هوايي ډګر ته رسېدلي وو، چي د پوليسو له خوا نيول سوي او اوس تر څېړنو لاندي دي.