د پاکستان رسنيو خبر ورکړی، چي د راولپنډۍ باراني پوهنتون د امنيتي وضعيت له امله د روان ميلادي کال د اپريل تر ۲۴ مي نېټې پوري خپل ټول درسونه انلاين کړي دي.
د دغه پوهنتون مسؤلينو په ليليه کي ټولو محصلانو ته امر کړی، چي ليليه خالي کړي او د حضوري پر ځای دي په انلاين درسونو کي برخه واخلي.
په ورته وخت کي د اسلاماباد نړۍوال اسلامي پوهنتون هم اعلان کړی، چي ټول درسونه به د اپریل له ۲۰مي تر ۲۴مي نېټې پوري په انلاین ډول وي.