د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په پښين سيمه کي وسله والو کسانو پر يوه دولتي فارم حمله کړې

د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په پښين سيمه کي وسله والو کسانو پر يوه دولتي فارم حمله کړې، چي د دغه فارم دوه ساتوونکي ئې د ځان سره بيولي دي.
د پوليسو په وينا چي هغوی د دغه دولتي فارم څخه تر ۴۰۰ زيات د قره‌قل پسونه غلا کړي.
بايد وويل سي چي د دغو پسونو د څرمني څخه د قره‌قل خولۍ جوړېږي، چي له همدې امله ښه قيمت او نړۍوال بازار لري.