د پاکستان پوليسو خبر ورکړی، چي د بلوچستان ايالت په ګوادر سيمه کي ئې ۴۷ افغان کډوال نيولي دي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال هغه مهال نيول سوي، چي غوښتل ئې په ناقانونه توګه د ايران خاوري ته داخل سي.
هغوی وايي چي نيول سوي کسان ئې د څېړني په موخه اړوند ادارو ته سپارلي، چي تر څېړنو وروسته به ئې افغانستان ته اخراج کړي.