د پاکستان پوليسو ويلي، چي نامعلومو وسله والو د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو ولسوالۍ کي د نجونو يوه ښوونځۍ په بمونو نړولې ده.
د پوليسو په وينا په دغه پېښه کي چا ته زيان نه دئ رسېدلی ځکه د دوبي د رخصتۍ له امله دغه ښوونځۍ رخصت وه او څوک په کښي نه وو.
بايد وويل سي، چي د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت او بلوچستان ايالت کي ناامني ورځ تر بلي زياتېږي.