د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد دبلوچستان ايالت په چاغي ولسوالۍ کي ئې د ځانګړو عملياتو پر مهال ۱۴۹ افغان کډوال نيولي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوالو غوښتل په غيرقانوني ډول د پاکستان څخه ایران ته ولاړسي او وروسته نورو هيوادونو ته سفر وکړي، چي د پوليسو له خوا نيول سوي.
د هغوی په خبره چي په دغو افغان کډوالو کښي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
پوليس دغه راز زياتوي، چي ياد افغانان ئې تر نيول کېدو وروسته افغانستان ته اخراج کړي دي.