وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو نژدې سلاکارانو ته ویلي

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو نژدې سلاکارانو ته ویلي، که د ایران له لوري امریکايي ځواکونه ووژل سي، نو د اوربند د پای ته رسولو او د جګړې د بیا پیل امکان به و ارزوي.
د راپور له مخي، ټرمپ لا هم نه غواړي په منځني ختیځ کي یوه پراخه جګړه بېرته پیل سي او هڅه کوي د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي.
دغه ورځپاڼه زیاتوي، چي په سیمه کي پر امریکايي اډو او د کویټ پر نړۍوال هوايي ډګر وروستیو بریدونو پر سپیني ماڼۍ فشارونه زیات کړي او د اوربند د دوام په اړه ئې اندېښنې راپارولي دي.

په راپور کي راغلي چي ټرمپ لا هم باور لري له ایران سره د یوې احتمالي هوکړي امکان سته. د هغه په اند، دغه هوکړه کولای سي جګړه پای ته ورسوي، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو زمینه برابره کړي او د ایران اټومي پروګرام محدود کړي.