د پاکستان پوليسو ويلي

د پاکستان پوليسو ويلي، چي د خیبر پښتونخوا په کوهاټ او خيبر ولسواليو کي دوه ملايان د جلا جلا پېښو پر مهال د نامعلومو کسانو له خوا وژل سوي دي.
د پوليسو په وينا چي په خيبر ولسوالۍ کي شيخ يوسف اپريدی د نامعلومو کسانو له خوا ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
پوليس دغه راز زياتوي، چي په يوه بله جلا پېښه کي شيخ عبدالقادر نامعلومو کسانو په چړو وهلی او وژلی دئ.

پوليس وايي، چي د دواړو پېښو په تړاو ئې پلټني پيل کړي دي.
بايد وويل سي، چي د يادو کسانو د وژني مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دئ اخيستی.