د تېرو څو میاشتو راهیسي د ډيورنډ فرضي کرښي ته څېرمه د پاکستان ډرون الوتکي د افغانستان پر يو شمېر ولايتونو بمبارۍ کوي

د تېرو څو میاشتو راهیسي د ډيورنډ فرضي کرښي ته څېرمه د پاکستان ډرون الوتکي د افغانستان پر يو شمېر ولايتونو بمبارۍ کوي؛ چي له امله ئې سلګونه ولسي خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې او ورسره سم د يادو بريدونو له امله زرګونه افغانان د خپلو اصلي سيمو څخه بې ځايه سوي دي؛ خو د ط.. البانو د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وايي، چي ط.. البانو د ټول افغانستان څخه په کلکه دفاع کړې ده.
هغه په بلخ ولايت کي يوې ولسي غونډي ته د خبرو پر مهال ويلي، چي پر افغانستان باندي تېري کوونکي هيوادونو دي د دوی د تېر تاريخ څخه عبرت واخلي.
نوموړي ويلي، چي ط..البان د افغانستان پر ټولو سيمو واکمن دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چي پر افغانستان برید وکړي.

هغه دغه راز ويلي، چي د افغانستان په کورنيو چارو کي چاته د لاس وهني اجازه نه ورکوي.
نورالله نوري دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د افغانستان پر هوايي حريم باندي د پاکستان بې پيلوټه الوتکي شپه او ورځ ګزمې کوي او ډېر وخت د افغانستان پر خاوره باندي بريدونه هم کوي.