د پاکستان پولیسو ويلي، چي د خيبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ باندي د پاکستان د پوليسو پر يوې پوستې د موټر بم بريد سوی.
د پوليسو په خبره چي په دغه بريد کي درې پاکستاني پوليس وژل سوي او شپږ نور کسان ټپيان سوي دي.
په ورته وخت کي د ټانک روغتون ډاکټرانو ويلي، چي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک دئ.
د پوليسو په وينا چي تر پېښي وروسته ئې سيمه کلابنده کړې او د پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.
بايد وويل سي، چي د دغه برید مسئولیت تر اوسه پوري کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.