د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، هیواد ئې د هر هغه نوښت ملاتړ کوي، چي د یوه امن، باثباته، پرمختللي، له ترهګرۍ پاک او ټولشموله افغانستان د جوړېدو لامل سي.
عراقچي د جمعې په ورځ د قرغزستان په کوربهتوب د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کي ويلي چي د افغانستان وضعیت لا هم د دې سازمان د غړو هیوادونو له پاره له مهمو امنیتي او پراختیايي موضوعاتو څخه دئ.
هغه زیاته کړه، چي د افغانستان ثبات او امنیت یوازی د دې هیواد د خلګو له پره نه، بلکي د ټولي سیمي له پاره ستراتیژیک اهمیت لري.