د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي په بلوچستان ايالت کي ئې ۱۶ وسله وال کسان وژلي دي

د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي په بلوچستان ايالت کي ئې ۱۶ وسله وال کسان وژلي دي.
د پوځ په وينا چي دغه کسان ئې د ځانګړو عملياتو پر مهال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ په خبره چي د يادو وسله والو کسانو پټنځایونه ئې له منځه وړي او همدارنګه د هغوی څخه ئې يو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.

د يادوني وړ ده، چي د پاکستان پوځ دغه عمليات پر داسي مهال پيل کړي، چي په بلوچستان ايالت کي امنيتي حالت ورځ تر بلي خرابېږي او په دغه ايالت کي د وسله والو فعالیتونه زيات سوي دي.