د نورستان ولایت د ط..البانو د والي ویاند فریدون صمیم وایي، د تېري اوونۍ سختو سېلابونو په دې ولایت کي ۲۵ کسان وژلي، ۱۲۵ نور ئې ټپیان کړي او پراخ مالي زیانونه ئې هم اړولي دي.
د هغه په وینا، د دغو سېلابونو له امله ګڼ کورونه، سړکونه، پلونه، د اوبو لګولو کانالونه او نور عامه تاسیسات ویجاړ یا سخت زیانمن سوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د لومړنیو ارزونو له مخي، د دې سېلابونو ټولیز مالي زیان شاوخوا ۱۳۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
چارواکي وایي، د زیانمنو سیمو د سروې او بېړنیو مرستو لړۍ روانه ده؛ خو د پراخو ویجاړیو له امله د زیانمنو کورنیو د لاسنیوي له پاره لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا ده.