د پاکستان پوځ وايي، په خیبر پښتونخوا ایالت کي ئې د دوو ورځو په اوږدو کي د عملیاتو پر مهال ۴۳ وسله‌وال وژلي دي

د پاکستان پوځ وايي، په خیبر پښتونخوا ایالت کي ئې د دوو ورځو په اوږدو کي د عملیاتو پر مهال ۴۳ وسله‌وال وژلي دي.
د پوځ د معلوماتو له مخي، دغه عملیات په میرعلي او اورکزي سیمو کي سوي، چي ۳۵ وسله‌وال په میرعلي او اته نور په اورکزي کي وژل سوي دي.
د پاکستان پوځ زیاته کړې، چي له وژل سوو کسانو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه سوي دي.

پوځ وژل سوي کسان د تحریک ط..البان پاکستان غړي بللي، خو د خپلو ځواکونو د مرګ‌ژوبلي په اړه ئې څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *