د پاکستان پوځ وايي چي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ايالت کي ئې د دو جلاجلا عملياتو پر مهال ئې د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) د قوماندان په ګډون لس وسله وال کسان وژلي دي.
د پاکستان پوځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ټي ټي پي دغه قوماندان دلاور نومېږي او د استخباراتو معلوماتو په اساس د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کي وژل سوی.
خبرپاڼه وايي چي د دلاور د نيول کېدو او معلوماتو پر سره د پاکستان حکومت څلور ميليونه روپۍ جایزه ایښې وه.