رویټرز راپور ورکړی چي اسرائیلي ځواکونو په لبنان کي د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو مهم قوماندان په نښه کړی او وژلی دئ.
د راپور له مخي، وژل سوی قوماندان حسین محمود الجوهري نومېده او د قدس ځواک یو مهم غړی و.
په راپور کي ويل سوي، چي اسرائیلو دا عملیات د ایران پلوه ډلو پر ضد د خپلو اقداماتو په لړ کي ترسره کړي دي.