د پاکستان پوځ وایي په روانه اوونۍ کي د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کي په درو جلا جلا وسلهوالو بریدونو کي د پاکستان ۴۲ امنيتي ځواکونه وژل سوي.
د پوځ د معلوماتو له مخي، له دغو بریدونو وروسته د ترسره سوو پوځي عملیاتو پر مهال ۵۴ وسلهوال هم وژل سوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند یو ځل بیا ادعا کړې، چي افغان ط..البان له دغو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
بايد وويل سي، چي افغان ط..البان بيا د پاکستان دغه ادعاوي نه مني او په خبره ئې چي په پاکستان کي روان تاوتریخوالی د هغوی کورنۍ ستونزه ده.