ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان ته د افغان کډوالو د بېساري راستنېدو له امله بېړنیو بشري مرستو او د نړۍوالي ټولني دوامدار ملاتړ ته اړتیا نوره هم زیاته سوې ده.
د ملګرو ملتونو اړوند د پراختیايي پروګرام او د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشرانو له نړۍوالي ټولني غوښتي چي د افغانستان سره خپلي بشري او پراختیايي مرستي رواني وساتي.
دغه سازمان ويلي، چي د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسي له شپږ میلیونو څخه ډېر افغانان خپل هيواد ته راستانه سوي او یوازي د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه څه باندي ۹۰۰ زره کسان بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي، چي دغه افغانان بشري مرستو او لاسنيوي ته اړتيا لري.