د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په کوټه ښار کي نامعلومو وسله والو د تېر جمهوري نظام دوه نظاميان ويشتلي او وژلي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه پخواني نظاميان احمد او ادبيار نومېدل.
سرچينه وايي چي دغه کسان د پخواني افغان قومندانان بصير اڅګزي ملګري وو.

تر اوسه د يادو پخواني افغان نظاميانو د وژني مسئوليت کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.