د نيمروز ولايت د ط..البانو مسئولينو ويلي، چي په نيمروز ولايت کي ۲۳۰ هغه کسان نيولي، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ايران ته سفر وکړي.
د هغوی په خبره چي دغه کسان د ط..البانو په ځانګړو عملياتو کي نيول سوي.
دوی دغه راز زياتوي، چي له يادو کسانو سره ئې ۱۱ موټران او ۱۱ قاچاقبران هم نيولي دي.
باید وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ډېری ځوانان د بېکارۍ له امله پر سختو او ستونزمنو لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر کوي.