د پولنډ رسنيو راپور ورکړی، چي د پولنډ دولت درې افغانان اخراج کړي او کابل ته ئې انتقال کړي

د پولنډ رسنيو راپور ورکړی، چي د پولنډ دولت درې افغانان اخراج کړي او کابل ته ئې انتقال کړي.
په راپور کي ويل سوي، چي د دغو افغان کډوالو د ايستلو سره د اروپا د بشري حقونو محکمې او د پولنډ د بهرنيو چارو وزارت مخالفت څرګند کړی، خو پر هغه سربېره د پولنډ دولت دغه افغان کډوال اخراج کړي.
د پولنډ پوليسو ويلي، چي د محکمې او د بهرنيو چارو وزارت پرېکړه د يادو افغان کډوالو تر اخراج وروسته دوی ته رسېدلې ده.

بايد وويل سي، چي اروپايي هيوادونه هڅه کوي، ترڅو په جرمونو تورن افغان کډوال بېرته افغانستان ته اخراج کړي.