د پښتو ملي جرګې په پاکستان کي له پوهنتونونو او لیلیو څخه د افغان محصلانو د ایستلو پر پرېکړي نیوکه کړې ده او د پاکستان دغه کار ئې د بشرحقونو سره په ټکر کي بللی دئ.
دې جرګې ویلي، افغان محصلان د قانوني لارو او تحصیلي بورسونو له لاري د پاکستان پوهنتونونو ته تللي او هېڅ ډول سرغړونه ئې نه ده کړې او بايد د زده کړو حق ورڅخه وا نه خيستل سي.
د پښتو ملي جرګې د پاکستاني حکومت غوښتي چي افغان محصلانو ته اجازه ورکړي څو خپلي زدهکړي بشپړي کړي.