د افغانستان له پاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني، د پاکستان څخه د افغان طبي محصلانو د ایستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دراني ویلي، د هغو افغان نجونو ایستل د اندېښنې وړ دي چي په ډېرو ستونزو ئې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړې ده.
هغه ويلي د يادو محصلان په ځانګړي ډول ښځينه محصلاني ايستل يوازي د هغوی د درسونو د خنډ سبب نه کېږي بلکي ژوند ئې هم په افغانستان کي په خطر کي کېږي.
هغه ويلي چي په اخلاقي لحاظ هم د يادو محصلانو اخراجول ښه اقدام نه دئ بايد د پاکستان دولت پر خپله پرېکړه غور وکړي.