د پکتيا ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د ګرديز ښار د دوهمي امنيتي حوزې ط..البانو هغه کس نيولی، چي د تېري يکشنبې په ورځ ئې يو ډاکټر ويشتلی او وژلی و.
د خبرپاڼه په حواله چي د ياد قتل په تور نيول سوی کس احمد الله نومېږي او د لومړنيو څېړنو پر مهال ئې پر خپل جرم باندي اعتراف هم کړی دئ، خبرپاڼه دغه راز زياتوي چي دغه پېښه د کورنيو اختلافاتو له امله رامنځ ته سوې ده.
خبرپاڼه ليکي، چي نيول سوی کس به د نورو څېړنو په موخه عدلي ارګانونو ته معرفي کړي.
بايد وويل سي، چي د عبدالحنان په نوم يو ډاکټر د تېر يکشنبې په ورځ د پکتیا د حوزوي شفاخاني سره ویشتل سوی او وژل سوی و.