د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کي ملايانو، د قومي مشرانو سره يو ځای د ښځو د ودونو له پاره نوي نرخونه ټاکلي دي

د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کي ملايانو، د قومي مشرانو سره يو ځای د ښځو د ودونو له پاره نوي نرخونه ټاکلي دي.
هغه سند چي رسنيو تر لاسه کړی په کښي ويل سوي، چي د يوې ځواني نجلۍ د واده نرخ څلور لکه افغانۍ، پر بن ئې نرخ پنځه لکه افغانۍ او د کونډي ښځي د واده نرخ دوه لکه افغانۍ ټاکل سوی دئ.
باید وويل سي چي د ودونو له پاره دغه طرحه د پکتیا ولایت مقام هم تائيد کړې ده.