د پیښور وزیر باغ ته څېرمه د شیخ حبیب بابا په هدیره کي د میوند د اتل

د پیښور وزیر باغ ته څېرمه د شیخ حبیب بابا په هدیره کي د میوند د اتل، غازي ایوب خان د مقبرې ناوړه حالت د خلکو اندېښنې زیاتي کړي دي.
د غازي ایوب خان مقبره، چي د میوند د تاریخي بریا سمبول ګڼل کېږي، اوس له بې‌پامۍ او خراب وضعیت سره مخ ده. ځایي کسان وایي چي د دغه ملي شخصیت د ارام ځای ساتنه په سمه توګه نه ده سوې.
په همدې حال کي ویل کېږي چي افغانستان په اسلام‌اباد کي فرهنګي اتشه لري، خو تر اوسه یې له لوري یې د دې تاریخي مقبرې د ساتني او رغوني لپاره کومه ښکاره هڅه نه ده تر سترګو سوې.

کارپوهان ټینګار کوي چي د ملي ارزښتونو او تاریخي شخصیتونو پالنه یوازې احساساتي موضوع نه ده، بلکې دا د ملي هویت او تاریخي شعور برخه ده. که دا ډول میراثونه له پامه وغورځول سي، نو راتلونکی نسل به له خپل تاریخه لا ډېر واټن واخلي.
غازي ایوب خان، چي د میوند په تاریخي جګړه کي یې د انګرېز ځواکونو پر ضد ستره بریا خپله کړې وه، د افغانانو په ملي حافظه کي ځانګړی مقام لري. خو د هغه د مقبرې اوسنی حالت د دې څرګندونه کوي چي زموږ له ملي ارزښتونو او تاریخي شخصیتونو سره لازم درناوی نه کېږي.