د افغانستان د ازادۍ جبهې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د جمعې په ماښام ئې د بدخشان ولايت، د بهارک ولسوالۍ په قلات سيمه کي ئې د ط..البانو د ۲۱۹ سرحدي لوا پر يوې پوستې برید کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي ئې دوه ط..البان وژلي او يو بل ئې ټپي کړی دئ.
تر دې يوه ورځ وړاندي هم يادي جبهې ويلي و، چي په تخار ولایت کي ئې دوه ط..البان ئې وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي.
بايد وويل سي، چي د يادي جبهې ددغي ادعا په اړه تر اوسه ط..البانو څه نه دي ويلي.