د کاپيسا د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په مرکز کي د شوخي په سيمه کي پر يوه کور غر ښويېدلی دئ، چي له امله ئې ياد کور نړېدلی او په کښي لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼي په حواله چي په دغه پېښه کي څلور کسان وژل سوي او شپږ نور ټپيان دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي په ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.