د چين رسنيو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی دئ، چي د دغه هيواد د هونان ولايت د چانګشا د اور لوبو د توليد په مرکز کي د چاودني له امله ۲۱ کسان وژل سوي او ۶۱ نور ټپيان دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه چادونه د دوشنبې په ماښام په ياد ولايت کي رامنځ ته سوې ده؛ خو لامل ئې تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
د چين رسنيو ويلي، چي د پېښي ځای ته اور وژونکي، ژغورونکي او روغتيايي ډلي رسېدلي دي. په ورته وخت کي د چين ولسمشر شي جېن پېنګ اړوند ادارو ته امر کړئ؛ ترڅو د يادي پېښي هر اړخېزه څېړنه وکړي او لامل دي روښانه کړي.