د اسرائیلو د پوځ يو لوړپوړي چارواکي د اسرائیلو ټايمز ورځپاڼي سره په تازه مرکه کي ويلي

د اسرائیلو د پوځ يو لوړپوړي چارواکي د اسرائیلو ټايمز ورځپاڼي سره په تازه مرکه کي ويلي، چي پوځ ئې په بشپړ ډول د تيارسئ په حالت کي دئ او د جګړې له پاره بشپړ چمتوالی لري.
نوموړي زیاته کړې، چي د هوايي دفاع سیستمونه او تهاجمي وړتیاوي په لوړه کچه فعاله ساتل سوي دي او دا وضعیت د اوربند له پلي کېدو راهیسي بدلون نه دئ کړی.