د کابل څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په دشت برچې سيمي کي غلو يو ۱۸ کلن ځوان د چاقو په وسيله وهلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي غلو ياد ځوان د موبايل پر سر وژلی دئ.
سرچينه وايي چي وژل سوی ځوان علي عباس نومېدئ.
ط..البانو تر اوسه د دغه پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.
باید وويل سي چي په افغانستان کي د وسله والو غلاوو پېښي ورځ تر بلي زياتېږي، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.