د ریاض پر هوايي ډګر په بريد کي ۱۲ کسان وژل سوي او ۳۰۹ ټپیان دي

د ریاض پر هوايي ډګر په بريد کي ۱۲ کسان وژل سوي او ۳۰۹ ټپیان دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سعودي عربستان پر هوايي ډګر د حوثیانو وروستی برید غندلی او ویلي ئې دي، چي په دې برید کي د یوه امریکایي وګړي په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
هغه ويلي چي د امريکا دولت د سعودي عربستان د حکومت او خلګو ملاتړ کوي.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخي، د شنبې په ورځ د ریاض پر ملک خالد نړۍوال هوايي ډګر په برید کي ۱۲ کسان وژل سوي او ۳۰۹ نور ټپیان دي.
د یادې ادارې په وینا، په وژل سوو کي څلور سعودي وګړي او اته بهرني اتباع شامل دي، چي یو ئې امریکایي وګړی دئ.