د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي وسله والو غلو د کابل ښار په پنځمه امنيتي حوزه کي يو ځوان ډاکټر وژلی دئ.
د سرچينې په وينا دغه ډاکټر سيدالياس نومېدی، چي د خپل کور سره وسله والو غلو وژلی.
دا په داسي حال کي ده، چي په افغانستان کي وسله والي غلا وي زياتي سوي، ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.