د هند پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد په ګجرات ايالت کي د يو افغان محصل جسد د هغه په خونه کي موندل سوی

د هند پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد په ګجرات ايالت کي د يو افغان محصل جسد د هغه په خونه کي موندل سوی دئ.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان محصل بين الله ضيا نومېږي او دغه هيواد ته د څېړني له پاره راغلی و.
د پوليسو په وينا چي د بين الله جسد ئې عدلي طب ته انتقال کړی، ترڅو د مړيني علت ئې څرګند سي.