د کابل یو شمېر اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي، په دې وروستیو کي د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کي د وسلهوالو غلو فعالیتونه ډېر سوي او خلګ ئې اندېښمن کړي دي.
د هغوی په وینا، وسلهوال غله د شپې او ورځي پر مهال خلګ، موټر او کورونه په نښه کوي او د وسلې په زور ورڅخه پیسې او نور قیمتي توکي اخلي.
دوی وايي، د غلاوو د زیاتېدو له امله خلګ په ډاډه زړه خپل ژوند نه سي کولای.
د کابل اوسېدونکي له مسؤلو ط..البانو څخه غوښتنه کړې، چي د وسلهوالو غلو د مخنیوي له پاره جدي اقدامات وکړي او د ښار امنیت دي خوندي کړي.