سيايناين راپور ورکړی، چي د سیمي ځینو متحدانو امریکا او ایران ته پیغامونه استولي، څو د روان کړکېچ د لا پراخېدو مخه ونیول سي او اوربند وساتل سي.
هغوی ياده غوښتنه پر داسي مهال کړې، چي د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د هرمز تنګي له لاري پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو په غبرګون کي د ایران پر څه باندي ۸۰ اهدافو د بریدونو خبر ورکړی دئ.
تر اوسه د یادو پیغامونو د محتوا او د دواړو لورو د احتمالي غبرګون په اړه نور جزئیات نه دي خپاره سوي.