د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د ایران په تهران او د وینزویلا په کاراکاس کي د کاناډا د سفارتونو د بیا پرانیستلو ملاتړ

د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د ایران په تهران او د وینزویلا په کاراکاس کي د کاناډا د سفارتونو د بیا پرانیستلو ملاتړ څرګند کړی او ویلي ئې دي چي په دغو هیوادونو کي د ډیپلوماتیکو نمایندګیو نشتوالی د کاناډا وړتیا محدوده کړې چي خپلو وګړو ته کونسلي خدمات وړاندي کړي او د بشري بحرانونو پر مهال ژر غبرګون وښيي.
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخي کارني ټینګار کړی چي د يادو هيوادونو سره تعامل د تائید په معنا نه دئ؛ بلکي د سفارتونو موجودیت یوازي د خدماتو وړاندي کولو له پاره وي، نه دا چي د ایران یا وینزویلا د حکومتونو له سیاستونو ملاتړ وښيي.
کارني زیاته کړې، چي که په وینزویلا کي د وروستیو زلزلو پر مهال د کاناډا سفارت موجود وای، نو امکان و چي دغه هیواد ډېر ژر بشري مرستي رسولي وای.

نوموړي ويلي که څه هم تر اوسه د سفارتونو د بیا پرانیستلو وروستۍ پرېکړه نه ده سوې، خو اوسنی وضعیت باید بدل سي.
کاناډا په ۲۰۱۲ کال کي د سټیفن هارپر د حکومت پر مهال په تهران کي خپل سفارت وتاړه او له ایران سره ئې ډیپلوماټیکې اړیکي پرې کړې. همداراز په ۲۰۱۹ کال کي د وینزویلا په پلازمېنه کي د کاناډا سفارت هغه وخت وتړل سو کله چي د نیکولاس مادورو حکومت د کاناډايي ډیپلوماټانو د ویزو تمدید رد کړ.