د میدان وردګو ولايت پخوانۍ ښارواله او د ښځو د حقونو فعاله ظریفې غفاري ویلي

د میدان وردګو ولايت پخوانۍ ښارواله او د ښځو د حقونو فعاله ظریفې غفاري ویلي، له ط..البانو سره د اروپا هر ډول تخنیکي تعامل په عملي توګه یوه سیاسي پرېکړه ده، چي د افغان ښځو او نجونو پر بنسټیز حقونو منفي اغېز کوي.
د هغې په وینا، په داسي حال کي چي په افغانستان کي میلیونونه افغان ښځي له زده‌کړو، کار او نورو اساسي حقونو بې‌برخي دي، ط..البانو ته د سیاسي تعامل زمینه برابرول ناسم پیغام لېږي.
غفاري زیاته کړې، د اروپا اوسنی دریځ ښيي چي د کډوالۍ او جیوپولیټیکو ګټو ته د بشري حقونو په پرتله ډېر لومړیتوب ورکول کېږي او د دې تګلاري اصلي زیان افغان ښځي او نجوني ویني.

هغې خبرداری ورکړی، چي تاریخ به د دغو پرېکړو قضاوت وکړي او دا به په یاد وساتي چي چا د بشري حقونو ملاتړ وکړ او چا خپلي سیاسي ګټي مهمي وبللې.
هغې دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د جرمني لومړي وزیر برلین کي ویلي چي د ط..البانو د رسمیت پېژندلو اراده نه لري، خو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو ورسره تخنیکي خبري کوي.