د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ویلي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ویلي، د ډونالډ ټرمپ اداره د ایران پر وړاندي پر خپلي اعلان سوي تګلاري ولاړه ده او اصلي موخه ئې دا ده، چي تهران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
هغه ویلي، واشنګټن د ایران د پوځي وړتیاوو کمزوري کول او په سیمه کي د دغه هیواد د نفوذ محدودول هم خپل مهم اهداف ګڼي.
ونس زیاته کړې، د امریکا حکومت د ډیپلوماټیکو، اقتصادي او پوځي فشارونو په کارولو سره غواړي خپلي موخي ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه، که څه هم دا بهیر لا بشپړ سوی نه دئ، خو تر اوسه ئې پایلي مثبتي ارزوي.