د کندز د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د کندز د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ ماښام مهال د کندز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کي يو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
خبرپاڼه ليکي، چي په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او ۲۰ تنه نور ټپيان سوي دي، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.