د کوزي پښتونخوا په مهمند ایجنسۍ کي د پاکستاني پوځ پر یوه کاروان وسلهوال برید سوی دئ.
امنیتي سرچینې وایي چي په دغه برید کي دوه افسران وژل سوي او یو بل سرتیری سخت ټپي سوی دئ.
چارواکي زیاتوي چي برید پر پوځیانو هغه مهال سوی، چي د هغوی کاروان د يادي سيمي څخه د تېرېدو په حال کي وو.
تر اوسه کومي ډلي د دغه برید مسؤلیت نه دئ منلی.